اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم ?? روغتيا کوآرډینېټر ډاكټر مختار اے بھرتھ وئيلي دي چې حكومت د يونيورسل هېلتھ كورېج باوري كولو عزم لري٬ هر وګړي ته ?? روغتيا آسانۍ رسول زمونږ ايجنډا او مشن دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د يونېورسل هېلتھ كورېج ډے په موقعه وكړه۔ ده پا??ستان لپاره د يو اېچ سي د تازه نتيجو اعلان كولو سره ووئيل په قامي كچه د یونیورسل هېلتھ کورېج سروس په كال 2015 كښې 40 ؤ كوم چې په كال 2023 كښې غوره كېدو سره 53.9 ته رسېدلې دې۔ ده ووئيل د یو اېچ سی کورېج انډېکس اعلان د برطانوی حکومت تکنیکی مرستې سره شوې دې۔ په دې كښې كال 2015 څخه وروستو د ستائنې وړ زياتوالې شوې دې۔ د اسلام آباد سكور تر ټولو زيات 63.9 دے۔ پنجاب 55.5 سكور سره په دويم ٬ خېبر پښتونخوا 51 سره په درېم ٬ سندھ 50.7 سره په څلورم او بلوچستان 38.4 سره په پنځم لمبر دے۔ په مجموعي توګھ د پا??ستان د 45 ضلعو یو اېچ سی سروس کورېج انډېکس سکور 40 څخه كم دے۔ ده ووئيل د كال 1.34 کروړ پا??ستانيان د ګران ??بي خرڅونو له امله بې وزلۍ سره مخ كيږي۔ ده ووئيل حكومت ?? روغتيا څانګه كښې په مرسته كولو د ګورنمنټ آف برطانیه او برټش هائی کمېشن مننه كوي۔ دا خبره ??ې ياده وي چې يونیورسل هېلتھ کورېج ډے هر كال په 12 دسمبر لمانځلې شي۔
Nguồn bài viết : XS Max 3D Pro